اردغان: افغان حکومت ته مو د کابل نړیوال هوایي ډګر د ساتنې وړاندیز کړی او ځواب ته یې په تمه یو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ جنګاښ، ۱۴۰۱ل)

‏د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان حکومت ته یې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د ساتنې وړاندیز کړی دی او ځواب ته یې په تمه یو

د اردغان په خبره ترکیې له قطر او متحده عربي اماراتو سره یوځای د کابل نړیوال هوايي ډ‌ګر د ساتنې وړاندیز کړی او لا هم د افغان لوري ځواب ته انتظار ده.

اردوغان، دغه خبرې پرون په “مادرید” کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال کړې دي.

باید وویل شي چې د ترکیې ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې افغان حکومت تیره میاشت د متحده عربي اماراتو یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ سره د کابل د نړیوال هوایي ډګر او ځینو نورو هوایي ډګرونو د ساتنې تړون لاسلیک کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button