امریکا: په نیوجرسي ښار کې وسله وال برید له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د امریکا متحده ایالتونو په نیوجرسي ښار کې د وسله وال برید له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نیوجرسي پولیس وايي، چې د نیويارک په سیمه کې د یو مارکیټ بهر وسله وال برید شوی چې له امله د یو تن ماشوم په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، برید کوونکی د برید نه وروسته د پيښې د ځای نه تښتېدلی دی.
د برید انګیزه معلومه نه ده، خو پوليس وايي په اره پلټنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button