کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت حکومت وايي، چې د نجونو زده کړې ورته مهمې دي او د یادې ستونزې حل کولو ته ژمن دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر ” ذبیح الله مجاهد” چې پرون مازدیګر یې یوې خبري ناستې ته په کابل کې د علماوو د جوړې شوې غونډې په اړه خبرې کولې وویل: چې په دې غونډه کې یوازې علماوو او مخورو ګډون کړی دی او ددوی په غوښتنه جوړه شوې ده.
د مجاهد په خبره په په دې غونډه کې د ټولو علماوو غوښتنو ته درناوی کېږي او تر ممکنه حده به منل کېږي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نجونو زده کړې مهمې دي او دا ستونزه حل ته اړتیا لري.
د مجاهد په خبره د اسلامي امارت حکومت په دې لټه کې دی چې ژر تر ژره د یادې ستونزې حل ته لار پیدا کړي او په خبره یې دا د میلیونونه نجونو د راتلونکې او برخلیک مسئله ده.
هغه زیاته کړه چې ځینې ستونزې ددې بهیر خنډ دي خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
















