دفاع وزارت: د ۲۰۷ الفارق قول اردو پر کاسټر ډوله موټر برید کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر ټپیان شوي او بریدګر هم له منځه وړل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې نن سهار څو تنو وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له بده مرغه په ​​پایله کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر ټپیان شول ‏په ورته وخت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګر یې له منځه وړي دي.
ملي دفاع وزارت د دغې پیښې شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او تسلیت تر څنګ؛ ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، ‏چې دښمن به هيڅکله د دغسې بزدلانه بريدونو په تر سره کولو سره د دفاعي منسوبینو او کارمندانو هوډ کمزورى نه کړي؛ بلکې په کلک او جدي توګه به یې له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button