کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د استراليا لومړي وزير “انتوني البانيزي” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دوی نوي نظامي تجهيزات به د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراين په دفاع کې مرسته وکړي.
البانيزي چې پرون پلازمینې کيېف ته تللی و، له ولسمشر “ولاديمير زلېنسکي” سره یې په کتنه کې ويلي چې د یادې نوې نظامي مرستې ارزښت يې ۶۸ ميليونه ډالره دی.
د اوکراين ولسمشر د استراليا له مرستې مننه کړې او يو ځل بيا يې پر لويديځو هېوادونو غږ کړی، چې له هیواد سره یې بېړنۍ پوځي مرستې وکړي.
تر استراليا وړاندې امريکا او بريټانيا هم له اوکراين سره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو ژمنې کړې خو اوکراين وايي چې د يادو مرستو په ور رسېدو کې ځنډ يې هیواد له نه جبرانيدونکي وضعيت سره مخ کړی دی.
باید وویل شي چې استرالیا داسې مهال له اوکراین سره د نویو پرمختللو نظامي تجهیزاتو د ورکړې ژمنه کوي، چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او په ورته مهال یې د پلازمینې کيېف په ګډون د یاد هیواد په نورو سیمو هم هوایي او توغندیزو بریدونه روان ساتلي دي

















