کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
کندهار او هلمند ولایتونو څخه راپورونه وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه نور کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.
د یادو ولایتونو سیمه ییزو روغتیایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په دغو ولایتونو کې په یوه ورځ کې پر کولرا اخته ۳۰۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
که څه هم د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو په اړه تر اوسه رسمي شمېرې نشته خو د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې تر دې مهاله لږ تر لږه شل کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د لوي اختر په لومړۍ ورځ د هلمند په باغران او د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالیو کې يو شمېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته د نس ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي د یادې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
باید وویل شي چې دوه مياشتې مخکې په زابل کې هم د ورته ناروغي له امله يو شمېر خلکو خپل ژوند بایللی و.
















