د سوریې پر کړکیچ خبرې؛ اردغان او پوتین سبا ایران ته سفر کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان سبا تهران ته سفر وکړي.
راپورونه وایي چې پوتین او اردغان به له خپل ایراني سیال سره د سوریې پر جګړه خبرې اترې وکړي.
که څه هم تر اوسه پورې څو څو ځله روسیې، ترکیې او ایران د استانې سولې پروسې په نوم د سوریې جګړې ته د پای ته رسولو په موخه ناستې تر سره کړې دي خو مطلوبې پایلې یې نه دي ترلاسه کړي.
روسي رسنیو تمه ښودلې ده چې دا خبرې به ګټورې وي او د سوریې د جګړې پای ته رسولو سره به مرسته وکړي.



