د افغانستان بانک: ‏چينايي سوداګرو سره د بانکي اړیکو پر پراختیا او نورو ‏موضوعاتو خبرې شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي، چې ددغې بانک د ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي پر مشرۍ د چین هیواد د سوداګرو له یوې ډلې سره يې ناسته ترسره کړې ده.

د افغانستان بانک د ورکړو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بانکي اړیکو د پراختیا، راکړو او ورکړو، سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو ‏موضوعګانو په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې له ټولو نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره ‏د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او دې اړیکو ته تر بل هر وخت زیاته پراختیا ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button