طالب ویاند پر کابل د ډرون برید تایید کړ. امريکا وايي؛ ايمن الظواهري يې وژلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۱ل)
طالب وياند د امريکا له خوا پر کابل ښار د ډرون برید تائيد کړ او امريکا بيا په همدې برید کې د القاعده د مشر ايمن الظواهري د وژلو ادعا کړې ده.
د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه مسکوني کور هوای برید ترسره شو. په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نه شو.
په وينا يې، د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو ابتدائيي تحقیقاتو کې يې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري ترسره شوی دی.
له بله پلوه د امريکا ولسمشر جوبايډن د دوشنبې په ورځ د امریکا پر وخت ماښام 7:30مې بجې ولس ته په ځانګړې وینا کې وويل، چې امریکايي پوځ د يکشنبې په ورځ د ده په امر په کابل کې «کامیابه عملیات» کړي او د القاعده ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري یې یو ډرون برید کې وژلی دی.
خو ښاغلي مجاهد زياته کړې، (دا برید که په هره پلمه شوی وي د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.)
طالبانو ويلي، دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی په وينا يې د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.
تر اوسه القاعده تنظيم او يا ا.ا.ا په دې بريد کې د ايمن الظواهري وژل نه دي تاييد کړي.



