بانجانیان
حامد افغان
یوه امیر خپل خادم ته وویل: تورو بانجانو ته مې زړه کیږي، راته پاخه یې کړه، خادم ورته وویل: تور بانجان!! تور بانجان برکتي خوراک ده، بې وازدې غوښه ده، بې لشو ماهی ده، سره کړي خوړل کیږي، غوښه پکې پخیږي، په اور کبابیږي او …
امیر ورته وویل: خو څو ورځې مخکې ما وخوړل معده یې راوخوږوله! نو خادم ورته وویل: تور بانجان!! د الله لعنت دې یي پر تورو بانجانو، په معده درانه دي، چټي خواړه دي، تور مخي دي، ګېډه پړسوي او …
امیر ورته وویل: عجیبه ده ولا؟! یوه وخت کې د یوه شي صفت او غیبت دواړه کوې؟! خادم ورته وویل: زه د امیر خادم یم، د بانجانو خادم نه یم، چې امیر ووایي دا ښه دي، زه وایم خود خوښه دي او چې هغه کوم شی بد یاد کړي زه وایم سل ځله بد دي.
زموږ زمانه کې بانجانیان (چاپړوسان) څومره زیات دي؟!