ایران: د اټوم بم جوړولو وړټیا لرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۱ل)

ایران یو ځل بیا ویلي چې د اټوم بم د جوړولو وړتیا لري.

د ایران د اټومي انرژۍ مشر او ددغه هېواد د ولسمشر مرستیال “محمد اسلامي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د اټوم بم د جوړولو لپاره بشپړ تیار دي.

د اسلامي په خبره د ایران اسلامي جمهوریت دمګړی دا وړتیا لري چې اټومي بم جوړ کړي خو دا چاره نه ترسره کوي او نه یې هم پلان لري.

دا په وروستیو څو اوونیو کې څووم ایرانی چارواکی دی چې د اټوم بم د جوړولو د وړتیا د لرلو په تړاو څرګندونې کوي.

باید وویل شي، چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د اټوم بم د جوړولو وړتیا لري خو هېڅکله دا چاره نه ترسره کوي او په خبره یې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی او چا ته د زیان رسولو اراده نلري.

مربوطه مطالب

Back to top button