افغانستان ته نن يوځل بيا د ۴۰ ميليون ډالرو مرسته راورسېده

افغانستان ته نن يوځل بيا د ۴۰ ميليون ډالرو مرسته راورسېده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وايي، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه را هم راورسېده.
دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
‏د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غوښتي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
د بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ‏د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button