د کانونو او پټرولیم وزارت وايي: په تېر یوه کال کې يې تر ۱۳ میلیارده افغانيو زيات عواید راټول کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې په تېر يوه کال کې يې تر ديارلس ميليارده افغانيو زيات عوايد راټول کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د دولت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یو خبري کنفرانس له لارې د یاد وزارت د یو کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د رسنیو له لارې اولس ته وړاندې کړ.
په دې خبري غونډه کې د دغه وزارت تخنیکي معین انجنیر وحیدالله حلیمي او د پلان او پالیسۍ معین شېخ ضیاءالرحمن اریوبي هم شتون درلود.
په دغه کنفرانس کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ښاغلي شېخ شهاب الدين د ا.ا.ا اقتصادي لیدلوری، د کانونو او پټرولیم وزارت لیدلوری، د کانونو او پټرولیم وزارت عمده لاسته راوړنې، په اداره او بودیجه کې اصلاحات، د کوچني کانونو قراردادونه، د لوی کانونو قراردادونه، د کټواز د تېلو ساحې هوايي سروې پروژه، د قشقري تېلو استخراج. د کانونو سروې تر سره کول، د مس عینک پروژه، د ټاپي پروژه، پلانونه، پالیسۍ او د روڼتیا برابرول او د راتلونکو پلانونو او برنامو د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د افغانستان د ا.ا له حاکمیت سره تراوسه د کانونو او پټرولیم وزارت ټول یو کلن عواید (۱۳،۲۰۹،۲۷۴،۴۷۶) دیارلس اعشاریه دوه ملیارده افغانۍ کیږي. چې له دې جملې څخه (۱۱۱،۹۰۰،۴۳۹) میلونه افغانۍ د جمهوریت د شيږو میاشتو دي.
ښاغلي دلاور وويل، له نیکه مرغه د افغانستان د ا.ا نظام په راتګ او د کانونو او پټرولیم وزارت د مسولینو د زیاتو هڅو په پایله کې د دغه وزارت د پورونو یوه لویه برخه چې د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۴۰۰ کالونو په جریان کې د کانونو د استخراج پر شرکتونو پورونه وو چې راټول کړي نه وو اوس مو تعقیب او راټول کړي دي.



