امین وردګ
دا چې هره ورځ زموږ هوایي حریم د نړیوال استکبار له خوا (پرته زموږ له اجازې) کاریږي، دا مو پر خاوره ښکاره تېری دی او موږ یې په کلکه غندو.
د افغانستان تمامي ارضیت ته (نه احترام) په ښکاره د دوحې له تړون څخه سرغړونه او پر افغانانو ظلم دی.
ګرچې هوایي حریم خو مو لا هم نه دی مستقل- خو اصلي پوښتنه دا ده چې: (دا ډرون الوتکې د چا له خاورې راځي او دلته بمبارۍ کوي؟) ګورئ! پاسنۍ پوښتنه اساسي او سرنوشت جوړوونکې پوښتنه ده، دا پوښتنه ډېره حساسه او ظریفه نکته لري، خو چې سړی لږ ورته ځیر شي او هغه داسې؛ که موږ ووایو چې: دغه الوتکې د پاکستان له خاورې څخه را الوزي او پر موږ یرغل کوي؛ نو د دې خبرې معنا دا شوه چې ګواکي: موږ په لوی لاس له خپلې خاورې تیریږو او د ډیورنډ فرضي کرښې ته د ((سرحد)) په سترګه ګورو؛ خو که ووایو چې: نه ! دا خاوره زموږ خپله ده، نو استقلالیت مو تر پوښتنې لاندې راځي؛ یعنې لاډمیکال سیاست موږ د پاڼ او پړانک تر منځ کوول غواړي او ګېچ کوي مو.
زه یقین لرم چې که مشران مو – له دغې حساسې نکتې څخه د ناخبرۍ په صورت کې- پر پاکستان نېغه نیوکه وکړي، نو دا یو ډول سیاسي لغزش دی او که چوپ پاتې شي، نو د بریدونو تکرارونه ورسره حتمي کیږي.
دا چې پاکستان په هر حالت کې له موږ سره دښمني پالي او په علني توګه پر موږ ظلم او تېری کوي، موږ ته تل د یوه محتاج او ټپي دښمن په نظر ګوري؛ نو موږ ته هم پکار ده چې غوږونه یې لږ ور خلاص کړو.
زه پاکستان ته ښکاره وایم چې : ډیورنډ مې نه منلی او نه یې منم، چېرې چې امریکايي هډې پرتې دي، همغه خاوره زموږ ده، خو اوس ځکه ستا په واک کې ده چې؛ زه لا سم د تګ او حرکت نه یم، ماتو هډوکو مې لاهم کوشیر نه دی نیولی او د دې توان نه لرم چې له کرښې لره خوا راخپله کړی شم، ځکه چې هلته نه یوازې تورلېنګیانو سنګر راته نیولی بلکې هغه زموږ سورخولي او پردیپال ښوی سري ورېرونه هم ګوته پر ماشه راته ناست دي.
ما څو کاله وړاندې دا خبره کړې وه چې: غربیان به دغه استراتیژیک بندر (افغانستان) هېڅکله هم یومخ پرېنږدي، بلکې فقط هډې به له دغه ځایه وباسي او له کرښې لرې خواته به یې ولېږدوي؛ چې اوس دا دی همغسې و هم شول.
نو پر پاکستان یو ځل بیا غږ کوو چې: زموږ په انګړ کې چې څو پروت یې، نو مسؤلیت یې هم پر تا دی.
موږ پوهیږو چې ته دواړې خواوې وهې او اوس دې نو ښه نکته هم پسې پیدا کړې چې غربیانو ته دې زموږ په خاوره کې ځای ورکړی او بېرته موږ پرې وهې تر څو یې تاوان له تا و نه غواړو؛ خو داسې نه ده! خاوره زموږ ده، فقط پکې پروت ته یې، نو تر هغې چې موږ سم جوړ شوي نه یو او تا پکې اړولي وي، نو چې هر تاوان پېښ شي هغه پر تا دی؛ ځکه خو اوس زموږ تاوان پر تا کیږي او قسم اخلم چې یوه ورځ به یې وګالې.
له شیطانت، منافقت او خیانت څخه نور لاس واخله او مه مو اړباسه چې په رڼا ورځ دې تڼۍ درباندې وشکوو او جامې دې په غاړه کې در څیرې کړو.
زموږ له نرم سیاست څخه سالمه استفاده وکړه، نه سوی استفاده.
ما چې ستا بادار پر ګونډو کړي ، ته نو څه شی یې! خو خبره دا ده چې: زه له تا سره د ګرېوان څیرول نه غواړم، ځکه چې هم مې ګاونډی یې او هم مې د لټ او بې غیرته ورور نیم کور درسره شریک دی.
نو هیله کوم ځان دې سم کړه او حوصلې مو نورې مه آزمویه.