پاکستاني چارواکی: هیواد یې د الظواهري د وژلو په عملیاتو کې برخه نه درلوده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

یوه پاکستاني چارواکي ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستان د الظواهري د وژلو په عملیاتو کې برخه نه درلوده.

دغه چارواکي، چې ورځپاڼې يې هويت نه دى په ډاګه کړى، ادعا کړې، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې او هوايي حريم نه کار نه دی اخيستى.

له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا په په افغانستان کې کومه اډه او ځمکني ځواکونه نه لري او د هوايي عملیاتو لپاره باید د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له هوايي حریم تېر شي او د هغوی اجازه واخلي.

له همدې امله ځینې خلک فکر کوي چې پاکستان د دې عملیاتو لپاره امریکا ته ځای ورکړی دی.

خو دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې [امریکایان] په سیمه کې ډېر انتخابونه لري. خو په خبره یې امریکايي بې پیلوټه الوتکې نه له پاکستانه الوتلې او نه یې له فضا څخه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې یکشنبې په ورځ سهار وختي د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان د پلازمینې کابل په تر ټولو مهمې سیمې شیر پور کې یو کور په نښه کړ چې د امریکایي ولسمشر “جوبایډن په خبره د القاعدې د نړیوال جهادي غورځنګ مشر ایمن الظواهري پکې میشت و او په دغو پیچلو عملیاتو کې ووژل شو.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د امریکایي ډرون برید پخلی کړی خو د ایمن الظواهري د برخلیک په تړاو یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button