سراج الدین حقاني: د القاعدې هېڅ غړی افغانستان کې نشته

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر “ملا سراج الدین حقاني” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د القاعدې هېڅ غړی افغانستان کې نشته.

د حقاني په خبره القاعده په افغانستان کې پوځي ځواک نه لري او دغه ډله اوس نړیوال امنیت ته ګواښ نه دی.

نوموړي چې یوې هندي رسنۍ سره یې خبرې کولې په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه د نړیوالو ادعاوې رد کړی دی.

د نوموړي په خبره چې اسلامي امارت له داعش وسلوالې ډلې سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو ولاړ هم دی.

ملا سراج الدین حقاني زیاته کړې چې دوی له نړۍ او اسلامي هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ دی او د دې ډلې پر ضد يې جدي ګامونه پورته کړي دي.

سراج الدین حقاني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه شپه د امریکا ولسمشر جوبایډن د پلازمینې کابل په شیرپور سیمه کې په یوه هوایي برید کې د القاعدې د نړیوال جهادي غورځنګ د مشر ډاکټر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د امریکایي ډرون برید پخلی کړی خو د ایمن الظواهري د برخلیک په تړاو یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button