تایوان ته د پلوسي سفر؛ چین وایي مشخص پوځي اهداف به په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې د امریکا د استازو د جرګې مشرې “نانسي پلوسي” د چین د بیا بیا خبرداریو پروا ونه کړه او تایوان ته یې سفر وکړ تازه د چین دفاع وزارت په تایوان کې د مشخصو پوځي اهدافو د په نښه کولو خبرداری ورکړی دی.

د چین دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ یې د تایوان ټاپو په اړوندو سیمو کې پوځي مانورې پیل کړي او د تایوان ټاپو “تنګي” کې یې چې دغه ټاپو د وچې له لارې له چین څخه جلا کوي د اوږد واټڼ ویشتونکې توغندې ډزې کړې دي.

چین دغه راز ګوتڅنډنه کړې ده چې له تایوان څخه به د ځینو مېوو او کبانو واردول وځنډوي او دغه ټاپو ته به د طبیعي رېګ صادرول هم بند کړي.

په ورته مهال تایواني چارواکو خبر ورکړی دی، چې له تیرې شپې راهیسې چینایي جنګي الوتکې د تایوان پر فضا لیدل شوې دي چې په خبره یې دا له نړیوالو منل شویو نورمونو خلاف عمل دی او دوی به د چین هر ډول برید ته ځواب وایي.

مربوطه مطالب

Back to top button