کابل کارته سخي؛ د يو شمېر شر اچونکو د وژل کېدو ترڅنګ ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل کارته سخي؛ د يو شمېر شر اچونکو د وژل کېدو ترڅنګ ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند په کارته سخي سيمه کې د ننيو عملياتو په اړه وروستي معلومات له رسنيو سره شريک کړل.
خالد ځدران په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې د کابل ښار دريمې امنيتي حوزې اړوند سخي ټاور سره نږدې افغان امنيتي ځواکونو لخوا په يوه کور باندې چاڼيز/کشفي عمليات پاي ته ورسېدل چې په نتيجه کې يې «د شريرو عناصرو په پټنځای کې يو شمېر هلاک شول او يو تن يې ژوندی ونيول شو».
ښاغلي ځدران زياته کړې، په دې عملياتو کې څلور تنه سرتېري ټپيان او د يوې ښځينه پوليسې په ګډون دوه پوليس وژل شوي دي.
امنيه قومنداني وايي، امنیتي ځواکونو د پوره دقت سره دغه عملیات پر مخ وړل ترڅو عامو افغانانو ته پکې زيان ونه رسېږي.
امنيه قومنداني ليکي: ((د وطن او ولس دې شريرو دښمنانو د کابل په شمول د هېواد په ځينو سيمو کې ولسي اهداف په نښه کول چې الحمدالله د خپلو کرغېړنو اعمالو په سزا ورسېدل.))



