د شيخ د وژنې ادعا ته منطقي کتنه

لطیف الله قمري

شيخ ايمن الظواهري د القاعده دويم مشر دی، د ده د وژلو او مرګ خبرونه په کراتو رسنيز شوي، په وروستي ځل CIA داسې معلومات تر لاسه کړي وه چې شيخ حفظه الله د پاکستان په قبايلي علاقه کې د ور پېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی، خو د [حرة الهند] په نوم نوي بيان له نشر سره د CIA معلومات غلط ثابت شوه او په رسنيو کې يو ځل بيا د شيخ الظواهري د فعاليت موضوع ګرمه شوه.

د همدې هفتي په پیل کې د کابل شيرپور سيمه کې په يوه کور د بي پيلوټه الوتکې بريد تر سره شو چې په لومړي سر کې ا. ا. ا. دا بريد ځمکنی توغندی ګڼلی و او ويلي يې وه چې بريد په يوه داسې کور ترسره شوی چې هيڅ استوګن نلري.

د اشغال دورې د استخباراتو رئيس او د امريکايي ادارې د مشر معاون امر الله صالح په یوه ټويټ کې دا بريد د پاکستان لخوا د TTP پر مشرانو بريد ګڼلی و او ويلي يې وه چې د بريد معلومات پاکستان ته د پاکستاني علماؤ هئيت ورکړي.

همدغه ډول د اشغال دورې د استخباراتو بل رئيس رحمت الله نبيل بيا دا بريد د ډورن په وسيله د داعش په مشرانو بريد ګڼلی و.

خو د بريد په دويمه ورځ ذبيح الله مجاهد دا بريد د امريکايي بې پيلوټه وګڼه او ورپسې څو ساعته وروسته د امريکا ولسمشر بايډن د الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

دلته څو خبرې د دقت وړ دي:

لومړی ايا رښتيا هم الظواهري په افغانستان کې دی؟

دا چې ا. ا. ا. تل په کړو ژمنو وفا کړې او دا يې اسلامي مکلفيت هم دی، د القاعده سره د امارت اړيکي له پيل څخه حسنه دي، القاعده به په هيڅ صورت ونغواړي د هغوی د شتون له کبله دې امارت د نړيوالو پروړاندې ژمنه ماتوونکی او بې باوره معرفي کړي.

دويم: په افغانستان کې د القاعده مشن پای ته رسېدلی، هيڅ داسې اړتيا نه تر سترګو کيږي چې ظواهري دې دلته پاتې شي، البته د پټنځای په ډول له افغانستان څخه استفاده کول هم هيڅ معقوله نده، ځکه افغانستان د تېرو ۴۵ کلونو څخه د استخباراتي لوبو ميدان و دلته د نړۍ هيوادونه په پراخه پيمانه استخباراتي ځواک لري، پداسې يوه سيمه کې د دومره مهمو مشرانو پاتې کيدل معقول نه برېښي.

دويمه خبره: د امريکا د بريد هدف څه ؤ؟

داسې معلوميږي چې د مخکي په څير بيا هم CIA ته معلوومات ورکړل شوي چې ايمن الظواهري په کوم بل ځای کې وفات شوی، ځکه اوس د هغه عمر تقريبا ۷۱ کاله دی، نو د لاندې اهدافو د تر لاسه کولو لپاره يې پر کابل بريد وکړ او د ايمن الظواهري د وژنې ادعا يې وکړه.

لومړی: پدې سره غواړي ا. ا. ا. تر فشار لاندې راولي، د نړيوالې ټولنې او ګاونډيانو سره يې اړيکې خرابې کړي او خپلې غوښتنې پرې ومني، له همدې کبله د امريکايي مشرانو دا خبره په ډير شد او مد کوله چې ط.البانو د دوحی تړون نقض کړی.

دويم: امريکا به د دايمي عادت له مخې هڅه وکړي، په ا. ا. کې اختلاف پيدا کړي او داسې به تبليغ کړي چې د ا. ا. ځينو مشرانو ايمن الظواهري ساتلو او ځينو نورو يې امريکا ته معلومات ورکړل…چې دا خبره اوس د استخبارتي لوبو لوی شيطان خليلزاد هم کړې، د دې ترڅنګ له دغې ادعا به داعش او د بغاوت جبهه هم استفاده وکړي، که څه هم چې دا احتمال بالکل د نيشت برابر دی چې القاعده دې دا ادعا باورمنه وګڼي خو بيا به هم امريکا دا هڅه وکړي تر څو د القاعده او ا. ا. ترمنځ بي باوري پيدا کړي.

دريم: او وروستۍ خبره دا ده چې بايډن به د انتخاباتي منډو ترړو کې ترې تبليغاتي استفاده وکړي.

د پاکستان ونډه څه وه؟

پاکستان امريکا ته د بحرين، متحده عربي امارات، عربستان، عراق ، عمان، کويټ او قطر په څير نظامي اډې ورکړي، بريد هم په اغلب ګمان له پاکستان څخه تر سره شوی، پاکستان اوس په سيمه کې د امريکا وروستی او قوي ملګری دی، د امريکا لپاره يې د پوځي ځواک پرمټ په نظام کې ډېر ژور تغير راوسته، پاکستان په يقيني ډول د امريکا له ملګرتيا څخه ډيره ګټه تر لاسه کوي، خو په وروستي بريد کې د پاکستان مشخص رول ندی څرګند او نه يې امتيازات څرګند دي، دIMF د پور خبره تر بريد يوه مياشت وړاندې فيصله شوې، د پور ورکړه د هغه کړنو له برکته دي چې سيمه ټوله د روس سره ودرېده خو يواځې پاکستان د امريکا سره وفا وکړه، پاکستان د امريکا سره د دوستۍ د تازه کولو لپاره لوی خطر په غاړه واخسته، ځکه هند او چين له روسي سره دي پداسې حالت کې د پاکستان انډيوالي له امريکا سره عادي خطر ندی چې دوی په غاړه اخستی.

زموږ دنده څه ده؟

موږ د مسلمان په حيث بايد د امريکا دغه ډول وحشيانه بريدونه وغندو، له زړه ورسره کرکه ولرو، هغه خلک چې د دغسې بريدونو لپاره اسخباراتي معلومات ورکوي، پردي او د کرکې وړ يې وګڼو.

په هيڅ صورت د امريکا او د هغوی د تحالفيانو د تبليغاتو تر اغيز لاندې را نشو، دا زړه ته ښکته کړو چې نړۍ زموږ د ويشلو او لمنځه وړلو هڅه کوي، موږ نه بايد د داسې لوبو ښکار شو، په نړۍ کې ډير پياوړي هيوادونه هم د امريکا سره د مخامخ ځان وهلو هڅه نه کوي، نو موږ هم بايد خپل حکومت سخت عکس العمل ته ونه هڅوو او نه يې د سخت عکس العمل د نه څرګندولو له کبله تر نيوکو لاندې ونيسو.

مربوطه مطالب

Back to top button