ایران کې سیلابونه؛ ۹۰ تنه مړه او لسګونه نور بې درکه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد په بېلا بېلو برخو کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په په پایله کې ۹۰ تنه مړه او لسګونه نور بې درکه شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې رئیس “پیر حسن کلیوند” ایرنا خبري اژنس ته ویلي، چې د سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی او ګڼ کسان لا هم بې درکه دي.

د نوموړي په خبره په ۲۴ سیلاب ځپلو ولایتونو کې د ژغورنې ډلې هڅې کوي ترڅو ورک کسان پیدا او اغېزمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button