اسلامي امارت: افغانستان کې د الظواهري د حضور په اړه هېڅ معلومات نه لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

اسلامي امارت وايي دوی په افغانستان کې د القاعدې د نړیوال جهادي غورځنګ د مشر “ډاکټر ایمن الظواهري” د حضور په اړه هېڅ راز معلومات نه لري.

د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا پر کابل د امریکا وروستی هوایي برید په کلکو ټکو غندلی او هغه له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: چې دوی په کابل کې د الظواهري د حضور په اړه هېڅ راز معلومات نه لرل او د وروستي برید په اړه هم تر اوسه د دوی پلټنې نه دي بشپړې شوې.

د اسلامي امارت مشرتابه د پېښې د هر اړخیزې څېړنې او پلټنې په اړه امنیتي او استخباراتي اداراتو ته لارښوونه کړې ده او په اړه یې د ټولو معلوماتو د راټولولو غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت دغه راز د دا ډول پېښو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې که ورته کړنې امریکايي لوری تکرار کړي نو د هر ډول عواقبو مسوولیت به یې هم پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره یکشنبه سهار وختي یوې امریکایي ډرون الوتکې د پلازمینې کابل په تر ټولو مهمه او خوندې سیمه “شیرپور” کې یو کور په نښه کړ او څو ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وژلی دی.

باید وویل شي چې القاعدې لاهم د خپل مشر وژل کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم د ځای ناستې په اړه څه ویلي دي؛ خو داسې ګنګوسې دي چې “ابو محمد المصري” چې په سیف العدل هم مشهور دی د الظواهري ځای ناستی به وټاکل شي

مربوطه مطالب

Back to top button