د افغان چارواکو او ايراني پلاوي تر منځ د اوبو او انرژي اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او ايراني پلاوي تر منځ نن د اوبو او انرژۍ اړوند په بېلابېلو مسائلو خبرې شوي دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان په مشرۍ راغلي ایراني هيئت نن له غرمې وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت په مقر کې له ښاغلي ملا عبدالطيف منصور سره ليده کاته کړي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې ‏په دې کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوبو او انرژي اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه رغنده بحثونه وشول.

‏د اوبو او انرژۍ وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور ويلي، چې د افغانستان ا.ا. د افغانستان او ایران تر مينځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلي کېدو ته ژمن دی.

‏همدارنګه د ایران د نیرو وزیر ښاغلي محرابیان یاد تړون ته د ایران هېواد د ژمنتیا سربېره زیاته کړې چې ایران هېواد چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات، د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د انتقال په لویو پروژو کې د ا.ا.ا سره همکاري او خپلې تجربې شريکې کړي.

اعلاميه کې راغلي، چې د غونډې ‏په پای کې پرېکړه وشوه څو د هلمند سیند د اوبو معاهدې مطابق د ایران هېواد د حقابې د ورکړې دریو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش مطابق ډېر ژر پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button