یونان: اوبو کې لسګونه کډوال ډوب شوي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د یوناني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد په اوبو کې شاوخوا پنځوس کډوال ډوب شوي دي.

یوناني چارواکي وایي قاچاقبرو په یوه بېړۍ کې شاوخوا ۸۰ کسان سپاره کړي وو، چې وروسته بېړۍ ډوبه شوې ده.

  امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسیدلي دي خو یوازې دېرشو کسانو په ژغورلو بریالي شوي دي؛ خو پنځوس کسان نور لا هم بې درکه دي چې ښایي مړه شوي وي.

د یوناني چارواکو په خبره په ډوب شوو کسانو کې د ګڼو هېوادونو وګړي شامل دي، چې تر څېړنو وروسته به یې د هویت په تړاو معلومات خپاره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button