کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اقتصادي انزوا ښايي تر شل کلنې جګړې ډېر افغانان وځپي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه اندېښمنوونکي بللي دي.
دغه اداره وایي سره له دې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا له وړاندې خراب و، خو د امریکا بندیزونو او محدودیتونو ددغه هېواد اقتصاد ته لا ډېره ضربه رسولې ده.
اعلامیه کاږي چې د دغو بندیزونو له امله په افغانستان کې لوږه او بېوزلي پراخه شوې ده او د بېکارۍ کچه مخه په لوړېدو ده.
د ژغورنې نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه پر افغانستان خپل بندیزونه ختم نه کړي، نو ښایي دغه هېواد کې تر شل کلنې جګړې ډېر خلک د اقتصادي فشارونو او بېوزلۍ له امله اغیزمن شي.
د ویلو ده چې د ژغورنې نړیواله کمیټه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته امریکا د افغانستان شتمني کنګل کړې ده، چې له امله یې په هیواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی دی او ورځ تر بلې د افغانانو په ستونزو کې زیاتوالی راځي.


















