کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د علماوو، پوهانو، قومي مخورو او د پخواني پرځول شوي حکومت د ځینو غړو د غونډې کوربه دی چې د راپورونو له مخې شاوخوا دوه زره کسان ورته رابلل شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به پر ځینو مهمو ملي مسايلو بحثونه کوي.
غونډې ته د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیر خان متقي” وویل، “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه”.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه پر بهرنۍ پالیسۍ بوخت ده، “که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی”.
نوموړي دا هم وویل، که پاکستان ته یې اسیايي هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد لاره ورکړې، نو هندوستان ته هم د افغانستان مالونه رسېدلی شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې تیره میاشت کابل کې ورته درې ورځنۍ غونډه رابلل شوې وه، چې ۴۵۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه؛ خو هغه مهال ځینو منتقدینو ویل چې یادې غونډې ته یواځې دیني علماء وربلل شوي وو؛ خو په دې غونډه کې د علماوو سربیره نور کسان هم برخه لري.
















