کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اوکراین په دویم ستر ښار خارکیف کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ د روسیې هیوایي برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د اوکراین د ولسمشر “ولادیمیر زیلنسکي” له دفتر څخه په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي چې په خبره یې د اپارتمانونو یوه ودانۍ په بشپږ ډول ویجاړه شوې چې هیڅ توجیه نلري او دا د روسیې کمزوري ښکاره کوي.
خبر پاڼه کې راغلي: موږ د خپلو هیوادوالو د وژل کېدو له امله خواشیني یو؛ خو ډېر ژر به یې غچ واخلو موږ به قاتلان و نه بښو.:
که څه هم روسیې تر دې دمه د دې برید په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې بیا، بیا، د استوګني په سیمو په بریدونو کې لاس درلودل رد کړي دي.
باید وویل شي چې خارکیف د اوکراین دویم ستر ښار بلل کیږي او د فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې په محاصره کې دی. خو روسي ځواکونه چې د توپخانې او میزایلو پراخ ملاتړ هم له ځان سره لري، ندي توانیدلي چې دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راولي.

















