د ناپروسس شوو شوکاڼو ګمرکې تعرفه له ۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۱ل)

د تعرفې کمېټي د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د ناپروسس شوو شوکاڼو د يو ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ماليي وزارت د عوايدو او ګمرکاتو معيينت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د غير پروسس شوي شوکاڼي د يوه ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.

سرچينه وايي ،چې د دې پرېکړې له مخې د پروسس شوي شوكاڼي د يوه ټن ګمرکي تعرفه ۱۰ سلنه ټاکل شوې ده.

د دې ترڅنګ د تعرفې کمېټې د پرېکړې او ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د سرب نيمه قيمتي ډبرې صادراتي ګمركي تعرفه هم له ۵،۲ دوه اعشاريه پنځه سلنې څخه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د ګمرکي تعرفې له اصولو سره سم، ياده پرېکړه د روان کال د وږي مياشتي له ١٦ مې نېټې په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button