کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په شمال کې له ترکیې سره پر پوله د ترکیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو پر سنګرونو سوریایي ځواکونو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د ترکیې دولتي تلویزیون که څه هم په خپلو ملاتړو ځواکونو د سوریایي ځواکونو بریدونه مني؛ خو په خبره یې دوی ته پکې زیان دی اوښتی او ټول وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي.
د ترکیې د دولتي تلویزیون د خبر له مخې دغه تاوتریخوالی وروسته له هغه رامنځته شو کله چې د دمشق له ملاتړ څخه برخمنو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو او د ترکې نیابتي ځواکونو ترمنځ د سرحدي سیمو د کنترول پرسر نښتې وشوې.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د ترکیې ملاتړو سوري ځواکونو تر کنټرول لاندې د الباب په سرحدي ښارګوټي پر یو مارکېټ باندې د سوریې د حکومت له خوا د توغندیو د برید په پایله کې د ماشومانو په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي.
خو د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو یو ویاند په دې راکټي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.















