کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)
ایران کې د اعدامونو د لړۍ په دوام دا ځل دوه افغانان په دار ځړول شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه دوه کسان د یاد هېواد په دوو زندانونو “میناب” او بندر عباس کې د نشه يي توکو د قاچاق له قضیې سره په تړاو اعدام شوي دي.
په دې کې یو الله نور نومېده چې ۳۴ کاله یې عمر درلود او دویم کس هم یارمحمد اسحاق زی نومېږي چې ۴۰ کاله عمر لري.
ایراني رسنۍ وایي چې یادو دوو افغانانو د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود او په ۱۳۹۹ کال کې د ایران په بندرونو کې له نشه يي توکو سره لاس په لاس نیول شوي وو.
باید وویل شي چې ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د اعدامونو کچه پکې ډېره ده او د نړیوالو قوانینو پر خلاف د نورو هېوادونو طبعه هم په خپل هېواد کې اعداموي.


















