کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن ملت ته د حساب ورکولو په کنفرانس کې ګڼې پوښتنې ځواب او رسنيو سره يې د پرمختګ معلومات شريک کړل.
نوموړي په دې کنفرانس کې ډاکټر ایمن الظواهري باندې د امریکا د عملیاتو په اړه وویل، نه امریکا تر اوسه افغان حکومت کوم شواهد او اسناد وړاندي کړي او نه هم د افغان حکومت څېړنې پایته رسېدلي دي، کله چې بررسي تکمیله شي له ټول ملت او نړۍ سره به یې شریک کړو.
ښاغلي متقي د رسنيو په ځواب کې وویل، چې تیر یوه کال کې تامین شوی سرتاسري امنیت، افغان خاوره دچا په ضد نه کارونه، په داخل کې ثبات، د فساد له منځه وړل، بهرنیو خیره اوملکي نهادونو ته د فعالیت زمینه د نوي حکومت لاسته راوړنې دي چې نړۍ پرې خوله پټه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، که د کابل پخوانۍ اداره سره له هر اړخیز فساده ټول شموله وه نن ولې د اسلامي امارت کابینه اوحکومت ټول شموله نه بلل کیږي، په داسې حال کې چې د ټولو قومونو، ولایاتو او سیمو استازي په کې وجود لري، نوموړې دا هسې د مغرضو کړیو بهانه او بې بنسټه ادعاء وبلله.
ملت ته د حساب ورکونې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ د عملي کولو له مخې د زیاتو هڅو په ترڅ کې وتوانید چې د چین په شمول د ګڼو هیوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې په هدف افغان تجارانو ته تجارتي ویزې ترلاسه کړو ملت ته د حساب ورکونې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر په امریکا ږغ وکړ چې نور د افغانستان هوايي حریم نقض نکړي او د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.
دغه راز نوموړي یو ځل بیا د روسیې سفارت نژدې چاودنې باندي خواشیني څرګنده کړه او ټولو سفارتونو ته یې د امنیت ډاډ ورکړ.
د هند او چین سره مو په لوړه او ژوره کچه د افغان محصلینو موضوعات تعقیب کړي او سهولتونو مو برابر کړي، د محصلینو لپاره مو د ګڼو هیوادونو څخه ۵۰۹ برسیې ترلاسه کړې دي.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو ریاست تیر یوه کال کې د نورو وزارتونو سره په هماهنګۍ وتوانېد ،چې له سیمې سره تجارت او ټرانزیټ روان او په لوړه کچه پراخ کړي او دغه ډول افغاني صادرات د کلونو په پرتله لوړ کړو.
دغه راز بهرنیوچاروز وزارت د کونسلي چارو ریس ملت ته د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کونسلۍ چارو ریاست د شفافیت او په کارونو کې د جدیت په پار د یاد ریاست د مراجعینو په تم ځای کې د شکایاتو د ثبت لپاره صندوق نصب کړی؛ ترڅو ټول مراجعین خپل شکایات پکې ثبت کړي او شوي شکایات په دقیق ډول پلټل کیږي.
د بهرنیوچاروز وزارت د کونسلي چارو ریس ملت ته د حساب ورکونې کنفرانس کې وویل
د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کونسلۍ چارو ریاست وتوانید، چې د تیر کال په جریان کې سعودي ریاض سفارت او جدې کونسلګرۍ ته تر ۱۰۰٠۰ پورې اماراتو او قطر ته هم زرګونه جلده پاسپورتونه لیږل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت اړوند د کونسلۍ چارو ریاست وتوانید چې تیر کال کې د هیواد په ګڼو نمایندګیو کې ولس ته خدمات وړاندې کړي او ټول اسناد په ولایاتو کې تصدیق او ثبت وسجل شي، دغه پروسه مخکې صرف په مرکز کې ترسره کېده.
د بهرنیو چارو وزارت په تیره یوه کال کې په کور دننه او بهر هیوادوالو ته کونسلي خدمات په جدي او شفاف ډول اجراء کړي او د یوه معاصر میکانیزیم او جېټلي ډیټابیس له لاري یاده پروسه مخته یوسي.
د بهرنیوچاروز وزارت اداري معین ملت ته د حساب ورکونې کنفرانس کې وویل
په تیر یوه کال کې د بهرنیو چارو وزارت وتوانید چې تر ۱ میلیارد پورې عواید دولتې بودیجې ته تحویل کړي چې یاد عواید په پوره شفاف ډول په کور دننه او بهر سفارتونو او کونسلګریو څخه راجمه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په هڅو د افغانستان وچې او لندې میوې بهرنیو هیوادونو ته له هوایي او زمیني لارو صادر شول، دغه راز ګڼو پانګوالوته زمینه برابره شوه چې په افغانستان کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي .