کرکټ د ټول امت لپاره لوی پېغور دی!

س.سعيد
که د يو چا کور کې اور بل وي، پردي خلک يې پر کور ورننوتي وي، ښځې يې ترې برمته کړې وي، کور يې ور وران کړی وي او عملاً دوی سره جګړه روانه وي، ايا هغوی به کرکټ يا نورې لوبې وکړي؟!!
متأسفانه! نن ټوله اسلامي نړۍ د کفارو له خوا اشغال ده، اسلامي خلافت نشته، يو امت په لسګونو هېوادونو وېشل شوی او هر هېواد کې د کفارو ګوډاګيان او سيکولران حاکمان دي، زموږ خويندې د کفارو زندانونو کې پرتې دي، زموږ هېوادونو کې فحشاء، بې ديني او بد اخلاقي ته تبليغ روان دی، عملآً اشغال يو، هره ورځ وژل کېږو، نظامي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزه خپلواکي مو سلب ده. هماغه امت چې يو وخت د پرمختګ او تعرض په حال کې ؤ، نن د دفاع وس هم نه لري. اسلامي نړۍ په لسګونو هېوادونو تقسيم او بيا ټول خپلو کې په اختلافاتو او دښمنيو ښکېل دي.
مګر! بيا هم زموږ ځوانان د نظامي معسکراتو پر ځای، د کرکټ ميدانونو کې مصروف دي. ايا دا لوی شرم نه دی، چې موږ په دغسې حالاتو کې لوبې کوو؟! که واقعاً دغه الهي فيصله منو چې: (ټول مسلمانان سره وروڼه دي)، نو ايا دغه حالت زموږ لپاره لوی پېغور نه دی؟! که د يو چا خور کفارو برمته کړې وې، کور کې يې اور بل وي او عملاً جګړه کې ښکېل وي، نو ايا هغه به کرکټ وکړي؟! نو معلومه ده چې دغه الهي فيصله زموږ زړونو کې ځای نه لري، که نه کله به مو په دغسې عبثياتو ځان مصروف کړی ؤ. داسې مصروف چې علماء، شيوخ او حاکمان مو هم پکې لګيا دي.
بل دا چې دغه لوبه د مسلمانانو تاريخ او کلتور کې هيڅ ځای نه لري، د مسلمانانو لوبې معلومې دي. مسلمانانو به اسونه ځغلول، د تورو او نېزو مقابلې به يې کولې، نښه به يې ويشتله، لامبو به يې وهله او پهلواني به يې کوله. چې اوس زمانه کې هم نښه ويشتل، لامبو وهل، پهلواني کول او د تورو او نېزو پر ځای بايد نور نظامي تدريبات وشي.
البته يوه يادونه بايد دا هم وشي، چې متأسفانه زموږ خپله افغاني ټولنه خو ډېره لنډ فکره ده، اوس حالاتو کې به دغه ليکنه هم د پاکستان په ګټه بولي! حال دا چې ما پورته ليکنه کې د هيڅ هېواد نوم نه دی اخيستی او زه همدغه غم ژاړم چې يو امت په لسګونو برخو تقسيم شوی، نو زه بيخي د پاکستان او نورو هېوادو له نوم سره خلاف يم. نو يوازې افغانان نه، بلکې په نوم مسلمان که شرم لري، بايد د کرکټ، فوټبال، سريال، ګېم او نورو عبثياتو نوم هم بايد وانخلي.
خو افسوس! چې اوس مشران علماء او حاکمان هم د لوبې ګټلو او بايللو په اړه؛ د مبارکي او تسليت پيغامونه خپروي. ځينې خو يې بيا داسې خوشحاله دي، لکه بيت المقدس يې چې فتح کړی وي!
شیخ محمد الغزالي رحمه الله ویلي: نه پوهیږم یو امت ولې د ورزشي لوبو په ډګر کې د ماتې له امله په غصه او احساساتي کیږي. مګر د تمدني، صنعتي او ټولنیزو ماتو له کبله یې یو وېښته هم نه ښوري.
تـه چـې تـرې امېـد د محـمـد ابـن قـاسـم کـوې
مست هغه ځوانان دي په کرکټ؛ عافیې مه ژاړه



