روسي استخبارات: امریکا په افغانستان کې د دایمي ثبات د مخنیوي هڅې کوي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دوی معلومات ښيي چې امریکا او ملګري یې په افغانستان کې آرامي او دایمي ثبات نه شي زغملی او په خبره یې په تمامه مانا دلته د ثبات او امنیت له راتګ سر مخالف دي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو اداره وایي د دوی معلومات ښيي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له جګړې، ورانۍ او سپکاوي پرته بل هېڅ مثبت کار نه دی ترسره کړی او په پای کې له افغانستان څخه په بې شرمۍ وتښتېدل خو اوس هم دلته لاسوهنې کوي او د ثبات او امنیت د راتګ مخالف دي.

باید وویل شي چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو اداره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ په کابل کې د روسیې پر سفارت یو ځانمرګی برید ترسره شو چې له امله یې د دوه روسي ديپلوماتانو په ګډون ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button