د افغان حکومت او د ګاک بهرني شرکت ترمنځ د «هوايي لارښوونې خدمتونو» تړون لاسليک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل)
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ ترمنځ الوتکو ته د هوايي لارښونې خدمتونو او انکشاف تړون لاسلیک شو.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې له تطبیق سره به هغو الوتکو ته چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي او یا په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ناسته کوي د هوايي لارښونې چوپړتیاوې د نړیوالو معیارونو مطابق وړاندې کیږي، د الوتکو مصئونیت له دې پلوه خوندي او د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه به یو ځل بیا پرانیستل شي.


