سوداګرۍ خونه: په تازه مېوو بار سلګونه موټر د سپین بولدک ـ چمن پر پوله درول شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په تازه مېوو بار سلګونه موټر د سپین بولدک ـ چمن پر پوله درول شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، په تازه ميوو بار دا لارۍ افغان سوداګرو له دې امله درولي چې پاکستان حکومت تازه پر تازه ميوو تعرفه لوړه کړې ده.
د الکوزی په وينا، پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر پنځه قلمه تازه مېوو باندې تعرفه څو برابره لوړه کړې ده.
نوموړی زياتوي، پاکستان تر دې مخکې کله ناکله د ‘آر ډي ټکس’ په نوم مالیه اخیستله، خو افغانستان تر دې مخکې له یادې تعرفې څخه معاف و.
الکوزی وايي، تر دې مخکې له افغانستان څخه پاکستان د انګورو یو ټن صادراتو کې له ۱۱زره څخه تر ۲۰زره پوره لګښت راته چې اوس دغه لګښت له۸۰ زره څخه تر ۹۰ زره پورې لوړ شوی دی.
په وينا، همدا لامل دی چې افغان سوداګرو له تېرو څو ورځو راهیسې په تازه ميوو بار سلګونه لارۍ درولي او د يادې تعرفې د بېرته راکمولو غوښتنه کوي.
نوموړی وايي، که ياده موضوع ژرترژره حل نه شي نو د سوداګرو تازه ميوه د خرابېدو له ګواښ سره مخ کيدلای شي.



