ولسمشر اردغان: ترکي ځواکونو د داعش لوړ پوړی غړی نیولی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۱ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” خبر ورکړی، چې ترکي ځواکونو د داعش وسله والې ډلې یو لوړ پوړی غړی نیولی.
ولسمشر اردوغان چې پرون پنجشنبه یې د بالکان هیوادونو څخه بیرته هیواد ته ستنیدو پرمهال په الوتکې کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې نیول شوی کس ابو زید نومیږي.
که څه هم ولسمشر اردوغان دا کس یوازې په سوریه کې د داعش وسله والې ډلې یو لوړ پوړی غړی بللی؛ خو ځینو ترکي رسنیو بیا ویلي، داسې نښې شته چې ښایي نیول شوی شخص “ابو حسن الهاشمي القریشي وي” چې د عراق اوسیدونکی دی او ځان د ټول داعش “خلیفه” بولي.
ولسمشر اردوغان ویلي چې دا کس په ترکیه کې نیول شوی خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.
د نوموړي په خبره له ډیرې مودې د سوریې او استانبول تر منځ ددې ترهګر اړیکې څارل کیدې اوداسې استخباراتي معلومات تر لاسه شوي و چې هغه غوښتل په غیر قانوني توګه ترکیې ته داخل شي.
د ویلو ده چې عراق او سوریه کې ډیرې سیمې د داعش وسله والې له ولکې ازادې شوې دي؛ خو اوس هم یا ده ډله د عراق او سوریې په ګډون ځینو هیوادونو کې د بریدونو وړتیا لري.



