کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د روسیې دفاع وزارت د اوکرایین له دویم ستر ښار خارکیف څخه خپلو ځواکونو ته د وتلو امر کړی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې روسیه د اوکراین په ډېرو سیمو کې د ځواکونو او مهماتو له کمښت سره مخ شوې ده له همدې امله یې شاتګ پيل کړی دی.
د اوکراین حکومت هم وایي چې ډېر ځایونه یې له روسیې نیولې دي او دمګړی د اوکراین د مهمې اټومي بټۍ شاوخوا د اوکراین او روسي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
په ورته مهال اروپايي هېوادونو یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی، چې له اوکراین څخه دې خپل ځواکونه وباسي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.
باید وویل شي چې روسیه داسې مهال له خارکېف څخه خپلو ځواکونو ته د وتلو سپارښتنه کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرایني ځواکونو نیږدې ۱۰۰۰ کلیومتره خاوره له روسیې بېرته نیولې ده.


















