اسلامي امارت: د بشر حقوقو په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه ليرې دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۱ل)
د بشر د حقوقو په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور ته اسلامي امارت توند غبرګون ښودلی او ياد راپور يې مغرضانه او له واقعیتونو څخه ليرې بللی دی.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپاره کړي غبرګون کې راغلي، داچې د ملګرو ملتونو له آدرسه بې مسئولیته او عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د اسلامي امارت په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو استازي ريچارډ بېنيټ په خپل راپور کې په افغانستان کې د تیر یوکال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړي، یو څو مشخصو مواردو ته يې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې.
ښاغلي مجاهد د بشرحقوقو او ښځو اړوند له ټولو هغو پرمختګونو يادونه کړې چې د تېر يوه کال په موده کې ورته کار شوی دی.
د ريچارډ د راپور په غبرګون کې ويل شوي، چې ((نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم تهدید متوجه نه دی، هيڅ افغان ښځه په جګړو او چاپو کې نه خپله وژل کیږي اونه هم نورخپل خپلوان له لاسه ورکوي، اوس د افغان میرمنو عزت ته څوک په سپکه نشي کتلای، د هيڅ افغان میرمنې اولادونه په بي ګناه ډول په زندانونو کې نه دي پراته، په هیواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه وو او نارینه وو پرمخ خلاص دي، د هیواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم اوتربيې پروسه غزول شوې ده، په معارف، عالي تحصیلاتو، صحت عامه، تذکرو، پاسپوروتونو، هوايي میدانونو، پولیسو، رسنیو، بانکونو او نورو اړینو برخو کې زرګونه افغان میرمنې په کار بوختې دي، هغه یوشمیر میرمنې چې د کاري چاپیریال د نه مساعد کیدو له امله لاهم خپلو دندوته نشي حاضریدلای معاشونه يې په متواتره توګه په کورونو کې تادیه کیږي، سلګونه هغه بې وزله ښځې او نارینه چې په ګدايي بوخت وو، له سړکونو راټولې او مناسب معاشات ورته تعین شوي او په عام ډول افغانان له جنګ جګړو، بې امنۍ، وژنو او سلو مصیبتونو څخه په امن کې شوي دي.
د ظالمانه قیوداتو، پيسو ګنګل کیدو او بانکي مشکلاتو سره سره د اقتصادي رفاه لپاره ټول وزارتونه او دولتي ارګانونه په خورا جدیت سره په فعالیت بوخت دي او هلې ځلې کوي.
د افغان اقلیتونو ټول حقوق خوندي دي، هيڅ یو يې نه وژل شوی، نه نیول شوی، نه يې د عبادت مخه نیول شوې، نه کوم تور پرې پورې شوي، برعکس د هغو سلګونو بریدونو مخه نیول شوې چې د اقلیتونو عبادت ځایونه يې نښه کول غوښتل، په استثنايي ډول که څو موارد پيښ شوي هم وي، عاملین يې کشف اونیول شوي او په سختو سزاوو مجازات شوي دي.))
د اسلامي امارت په ياد غبرګون کې ويل شوي، چې په زرګونو هغو اشخاصو او افرادوته عامه عفوه شوې چې شل کاله يې په متواتر ډول د خپلو هیوادوالو په ضد او د پردو اشغالګرو په حمایت کې ټوپک پورته کړی وو او په بې رحمانه توګه يې افغانان وژل.
طالبانو ويلي، دوي تأسف کوي چې د ملګرو ملتونو په دغه مغرضانه راپور کې یادو ټولو مواردو او مثبتو پرمختګونوته نه اشاره شوې اونه هم یو مورد ستایل شوی دی.
طالبان وايي، له دې سرچپه قضاوت څخه جوتیږي چې د دغه لوی نړیوال سازمان څخه په څومره ښکاره ډول سوء استفاده کیږي او په آدرس يې غلط معلومات خپریږي؟؟!
داچې د ملګرو ملتونو له آدرسه بې مسئولیته او عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د اسلامي امارت په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو.
ملګري ملتونه باید د ټولې نړۍ د انسانانو عقایدو، نظرونو او باورونو ته درناوی ولري او د مشخصو هېوادونو د مزاج سره برابر موقف ونه نیسي.
طالبانو په اخره کې ويلي چې د داسې کړنو دوام به د دغه ستر سازمان نړیوال حیثیت لا هم تر پوښتنې لاندې راولي او واضحه به شي چې دغه سازمان نړیوالو مسائلوته یواځې د څو هیوادونو له عینکو څخه ګوري او پرپاګند کوي.



