کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر “زیلنسکي” ادعا کوي چې د خپل هېواد ۶۰۰۰ زره کلیومتره خاوره یې له روسي ځواکونو بېرته نیولې ده د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې یاده جګړه ښایي اوږده شي او کلونه وخت ونیسي.
نوموړي زیاته کړې ده چې دوی نه پوهیږي روسانو ولې دومره ژر شاتګ وکړ دا هم امکان لري چې روسي ځواکونه یوځل بیا را وګرځي نو ځکه موږ د اوس لپاره نشو ویلی، چې دا چاره د اوکراین پرمختګ او یا بریا وبولو.
په ورته مهال نړیوالې خبري رسنۍ وایي، چې روسیې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمینې کېف په ګډون د اوکراین په ګڼو ښارونو لسګونه هوایي بریدونه کړي او ځینې سیمې یې بېرته لاندې کړې هم دي.
باید وویل شي چې که څه هم روسیه د اوکراین له ځینو سیمو د خپلو ځواکونو شاتګ تاییدوي؛ خو په خبره یې شاتګ یې تکتیکي ده او ډېر ژر به بېرته را وګرځي.


















