کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په وروستيو نښتو کې تر نږدې د ۱۰۰ پوځیانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.
د اذربایجان د دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې له ارمینیا سره په وروستۍ نښته کې د دوی ۵۰ پوځیان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د ارمیینا لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم اعلان کړی و، چې همدې نښته کې یې د خپل هېواد ۴۹ سرتیري وژل شوي دي.
دواړه هیوادونه په تېرو دریو لسېزو کې دوه ځلې یو بل سره په شخړه اوښتي دي.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې لامل د نګورنو کاراباغ سیمه ده، چې په نړیواله توګه د پېژندل شویو پولو له مخې د اذربایجان یوه برخه ده، خو اکثریت اوسېدونکي یې ارمینیايي توکمه دي.
د ارمینیا ډېری وګړي، عیسویان دي، خو د اذربایجان ډېر اوسېدونکي بیا مسلمانان دي.


















