کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
امریکا پر روسیې تور پورې کړی چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې یې په پټه ۲۴ هېوادونو کې تر ۳۰۰ میلیونو ډېر ډالر پر دې لګولي چې سیاستوال یې د ځان ملګري کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا تور د دوی د استخباراتو د یوې نوې ارزونې له مخې لګولی، چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې ده.
روسیې تر اوسه دغه تور لګولو ته غبرګونه نه دی ښودلی، خو پخوا یې په وار وار امریکا تورنه کړې چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله کوي.
امریکا ویلي چې د دوی استخباراتي ادارې دمګړۍ له هغو هېوادونو سره د مالوماتو شریکېدو لپاره په اړیکه کې دي چې روسیې پرې پټه پانګونه کړې، خو دغه مالومات ښايي محرم پاتې شي.