د نوي تاسیس شوي دهلیز له لارې له چین- افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه را روانه شوه
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د نوي تاسیس شوي دهلیز له لارې له چین- افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه را روانه شوې ده.
د افغان حکومت د ریل پټلۍادارې مسولين وايي، له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو لومړنۍ جوپه د نوي تاسیس شوي دهلیز (کوریدور) له لارې افغانستان ته را روانه شوه.
د وږي ۱۸ مه د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ استازو په تاشکند کې د دوې ورځنۍ غونډې په پای کې هغه موافقت نامه لاسلیک کړه چې له مخې یې د یادو هېوادونو ترمنځ نوی اقتصادي دهلیز رامنځ ته شو.
د افغانستان د ریل پټلۍ مسولينو په وينا، د دې اقتصادي دهلیز په عملي کېدو به هغه سوداگریز توکي چې مخکې د سړکونو پر مټ له چین څخه د دوو میاشتو په موده کې هېواد ته را رسېدل، اوس به ۲ اوونیو کې هېواد ته را رسیږي. همداراز د بیت المال عوایدو د ډیرېدو ترڅنگ، د سوداگریزو توکو بیې را ټیتیږي او یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمينه برابريږي.















