د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو (۳.۵میلیارده ډالرو) سویس ته لېږلو سره د افغان حکومت مخالفت/ بشپړه اعلاميه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې له مخې يې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو یوه برخه (۳.۵میلیارده ډالر) سویس ته لېږدول کېږي ‏او د افغانستان له استازو پرته په ځینو چارو کې لګول کېږي، د نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام بولي.
اسلامي امارت د خپلو خلکو په وړاندې د یوه مسؤول حکومت په توګه د دې اقدام له میکانیزم سره خپل واضح مخالفت څرګندوي.
‏د مرکزي بانک اسعاري زېرمه، لکه د بل هر هېواد په څېر، د افغانۍ د ثبات، مالي سیسټم د پیاوړتیا او نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي. دا زېرمې په هېڅ ډول په نورو مصرفي چارو کې نه شي لګول کېدای.
‏د افغان ولس د خوښې پرخلاف، په نورو چارو کې د دغو زېرمو لګول د افغانستان د اقتصادي ثبات پرخلاف د امریکا منفي اقدام ګڼل کېږي.
‏د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کوي چې متحده ايالتونو سره په خبرو کې د مرکزي بانک استقلاليت، د مسلکي وګړو شتون، د درېيمې ادارې له خوا نړیوالو ته د امنیتي تهدیدونو تمويل سره د مبارزې او د پيسو وينځلو مخنيوى رژيم (AML/CFT) تطبيق څار ته ژمنتيا ښودل شوې او دا په اثبات هم رسېدلې ده.
‏دا چې امریکا له موږ سره په دې تړاو د مذاکراتو تر نهایي کېدو او توافق له مخه اقدام کوي، ښکاري چي دا اراده یې د افغانانو د اقتصادي ثبات او ښېرازۍ پر خلاف ګام دی، او د افغانستان مرکزي بانک د ټولو ژمنتیاوو او نړیوالو مالي قوانینو رعايتولو سره سره بیا هم د افغان ولس شتمني ‏بل هېواد ته په جبر د لېږد پرېکړه شوې؛ موږ په ټولو هغو افرادو او لوریو غږ کوو چې د داسې غیرقانوني او د افغان ولس پرخلاف ظالمانه عمل غندنه وکړي او په دې چاره کې د افغان ولس ملاتړ وکړي.
‏موږ په دې مسئله کې دخيلو هېوادونو او ادارو ته د همدې اعلاميې له لارې خپل اعتراض وړاندې کوو او ياده موضوع له ډيپلوماتيکو لارو څارو.
په افغانستان کې د بشري ناورین بنسټیز لامل د امریکا شل کلنه جګړه، د امریکا تر ملاتړ لاندې تېرې ادارې شل کلن اداري فساد او له تحول وروسته ‏د امریکا له خوا د افغانستان مرکزي بانک پر اسعاري زېرمو او بانکي نظام بندیزونه دي، چې له ډېرو نويو راټوکېدلیو اقتصادي فرصتونو څخه یې د پانګوالو د ګټه پورته کولو مخه نیولې.
‏که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پرخلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي،‏په افغانستان کې جرمانه کړي او فعالیتونه یې وربند کړي.
یو ځل بیا د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کوو، چې د افغان ولس پر شتمنۍ او مالي معاملاتو بندیزونه لرې کړي تر څو افغانان وکولای شي چې ازادانه بانکي معاملې وکړي او خپل ملي اقتصاد پخپله پر پښو ودروي.

مربوطه مطالب

Back to top button