د سوالګرو د راټولولو کمېټه: له کابل ښاره مو ۷۴۰۰ سوالګر راټول کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۱ل)
د سوالګرو د راټولولو کمېټې، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۷ زره او ۴۰۰ سوالګر راټول کړي.
راټول شویو سوالګرو کې ۴۹۶۳ ښځینه دي، چې له ارزونې وروسته یې ۱۲۹۶ مستحقې او ۳۶۶۷ بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.
دغه راز ۶۳۹ نارینه دي چې له ارزونې وروسته یې ۱۹۰ مستحق او ۴۴۹ بیا حرفوي سوالګر دي.
د سوالګرو د راټولولو کمېټه وايي په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۷۹۸ يې ماشومان دي چې ۹۷۶ مستحق، ۷۸۱ حرفوي او ۴۱ نور یې بې سرپرسته دي.



