کارپوهان: د افغانستان له ګډون پرته دشانګهای غونډه نیمګړې وه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ وږی، ۱۴۰۱ل)

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول  د شانګهای غونډې تازه غوښتنه ده،چې غړی هېوادونه یې د سیمې ثبات د افغانستان ثبات پورې تړلی ګڼي.
خود سیاسی چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي،چې د شانګهای د همکاریو سازمان  د غونډې ګډونوال نه غواړی چې افغانستان دې له جګړو پاک او پرمختللی هېواد وي او په خبره یې دوی هڅه کوي.چې پخوانۍ هغه څیرې چې په افغانستان کې د جګړې لامل وې، یو ځل بیا د ټول شموله حکومت په نامه واک ته ورسوي او په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه “زلمی نصرت” وایي: (( د شانګهای د غړو هېوادونو موخه له ټولشموله حکومته د هغو کړیو بېرته راتګ  او قدرت ته رسول دي،چې افغانستان کې یې جګړه توده ساتلې وه او افغانستان یې له تجزیې سره مخ کړی و او بې ثباتی یې رامنځ ته کړې وه.

د شانګهای غړی هېوادونه هڅه کوي،چې په افغانستان کې د جګړې بیا بل کړي او توده یې وساتي.
دوی په افغانستان کې د پرمختګ ملاتړي نه دي.)) د سیاسی چارو یو بل کارپوه ډاکټر “هاتف مختار وایي: (( د افغانستان اسلامی امارت د یوه کال په اوږدوکې ونتوانیده،چې داسې یو متوازن او بې طرفه سیاست غوره کړي،چې دهغه په نتیجه کې دافغانستان ملي منافع دنړۍ دقطبونو په منځ کې تعریف کړي.))خو د اسلامی امارت  د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی بیا وایي، جمهوریت چې ټولې نړۍ او سیمې منلی و،د هغه حکومت ټول مامورین  اوس هم پر خپلو دندو دی او په کابینه کې د هر قوم او سیمې استازي او وزیران لري.

دمتقي په اند د افغانستان اوسنی حکومت، چې له ټولو اقوامو تشکیل دی افغان شموله دی او باید نړۍ او سیمه یې هم د یوه ټولګډونه حکومت په توګه ومني. ده زیاته کړه : د اشرف غنی د حکومت،خو یوازې امرالله صالح او اشرف غني له هېواده وتښتیدل،نور خو ټول حکومت موږ ته راپاتې شو. ۵۰۰  زره مامورین یې له  موږ سره کار کوي او معاش ورکوو.
که هغه حکومت افغان شموله و، نو زما ولې نه دی؟ که پرون د پنجشیر وزیر و،  نن یې هم لرم، پرون بدخشاني وزیر و، نن هم په کابینه کې بدخشاني وزیر شته د فاریاب شته، د کندهار شته، د ننګرهار شته،د پکتیا د کابل شته او  د لوګر وزیر شته. نو ولې زما حکومت افغان شموله نه دی او هغه افغان شموله و.))

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وایي، په هغو برخو کې چې د شانګهای غړیو هېوادونو یې د افغانستان له حکومت غوښتنه کړې،تر ډېره ځایه پرمختګونه شوي دي ،خو د شانګهای په راتلونکو ناستو کې دې د اسلامی امارت استازو ته هم بلنه ورکړی،چې ځینې ستونزې د یوه ګډ میکانیزم له لارې په ګډه حل کړي ځلاند زیاته کړه: (( په دې برخه کې چې د شانګهای ناستې ګډونوالو یې غوښتنه کړې، پرمختګونه شوی دي، که چیرې د شانګهای په راتلونکې ناسته کې طالبانو ((د اسلامی امارت))  استازو ته بلنه ورکړل شي او په دې برخه کې یو ګډ میکانیزم رامنځ ته شي.،غوره  به دا وی، چې افغانستان او سیمه وشي کولای،چې په ګډه دغو مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي.))
باید وویل شي چې د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته،چې د ازبکستان په کوربتوب د تیرې پنجشبنه په ورځ پیل شوې وه دوه ورځې یې دوام وکړ او جمعې په ورځ پای ته ورسیده،په دغې ناسته کې چین ، روسیې، هند، پاکستان او د  ایران په شمول د سیمې ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم ونډه درلوده.

مربوطه مطالب

Back to top button