ایران کې حکومت ضد لاریونونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ایران کې د حکومت ضد لاریونونو کې د لاريونوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتو او تاوتريخوالي کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.
دا لاريونونه تر هغې وروسته پيل شول چې تهران کې د اخلاقي امنيت پوليسو يوه ۲۲ کلنه کردۍ پېغله ونيوله او وروسته يې د کوما په حالت کې روغتون ته يووړه.
ياده پېغله روغتون کې تر دوو ورځو بستر وروسته مړه شوه او پر پوليسو تور پورې شوی چې نوموړې یې شکنجه کړې وه.
د دې پېښې په غبرګون کې پر تهران سربېره د ايران په کردستان ولايت کې سخت اعتراضونه او لاريونونه پيل شوي چې ويل کيږي امنيتي ځواکونو يې د خورولو لپاره په تاوتريخوالي لاس پورې کړی دی.
که څه هم ايراني رسنۍ او چارواکي د تاوتريخوالي په پېښو کې لاريونوالو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو څه نه وايي، خو دغه هېواد کې د بشري حقونو د څار يوې خپلواکې ادارې ويلي چې د کردستان په مختلفو ښارونو کې پنځه تنه د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.



