د پوهنې د وزير او پنجشير والي په شمول يوشمير چارواکي بدل شوي

د پوهنې د وزير او پنجشير والي په شمول يوشمير چارواکي بدل شوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
د ا.ا.ا د مشرتابه د تازه فرمان پر اساس د پوهنې د وزير او پنجشير د والي په شمول يوشمير چارواکي تغير او تبديل شوي دي.
د ا.ا. وياند ذ.مجاهد په خپل ټويټرپاڼه اکاونټ ليکلي چې د اميرالمؤنين د حکم په اساس لاندې ټاکنې ترسره شوي دي.
۱. د کندهار ولایت د علماوو شوری مخکنی رئیس مولوي حبیب الله آغا د پوهني وزارت د سرپرست په توګه.
۲. د پوهني وزارت مخکنی سرپرست شیخ مولوي نور الله منیر د مرکزي دارالافتاء د لوی ریاست د رئیس په توګه.
۳. د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست مخکنی رئیس شیخ مولوي ملوک شاه د کندهار ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه.
۴. د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مخکنی معین مولوي فیض الله جمال د یاد وزارت د تامیناتي چارو د معین په توګه.
۵. د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مخکنی معین مولوي محمد محسن هاشمي د پنجشیر ولایت د والي په توګه.
۶. د پنجشیر ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب اخند د لوګر ولایت د والي په توګه.
۷. د لوګر ولایت مخکنی والي مولوي عنایت الله شجاع د همدې ولایت د مرستیال په توګه.
۸. د سیاسي دفتر مخکنی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني؛ د تخار ولایت د والي په توګه.
۹. د تخار ولایت مخکنی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۱۰. د لغمان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي فیصل مختار د نورستان ولایت د مرستیال په توګه.
۱۱. مخدوم عالم د غزني ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۱۲. مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۱۳. د کندهار ښار د اوومي امنیتي حوزې مخکنی آمر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه وټاکل شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی



