مجاهد: د خوراکي او سون توکو بیو کې د پام وړ ټیټ والی راغلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ تله، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد “وايي چې د هېواد په کچه د خوراکي او سون توکو بیې د پام وړ راټيټې شوې دي.

د مجاهد په خبره، د سوداګرۍ او نورو وزارتونو او بنسټونو په هڅو به لا هم د اړینو توکو بیې کنټرول او په بازارونو کې به د سالم رقابت له لارې د هر توکي بیه ټيټه وساتل شي.

د اقتصادي چارو شنوونکي بيا دا تړونونه لنډمهاله ګڼي او له افغان حکومت غواړي، چې له مسلکي کادرونو څخه په استفادې او نړيوالو سره د مثبت تعامل په اساس د پراخېدونکي بشري او اقتصادي ناورين د له منځه تللو لپاره اساسي حل لاره ولټوي.

د ویلو ده چې ګڼ شمېر هېوادوالو په دې برخه کې له سیمه ییزو هېوادونو سره د اسلامي امارت وروستي تړونونه ستايلي، خو ویلي یې دي چې د بې کارۍ له امله په ټيټه بيه هم د توکیو پېرلو وس نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت باید په دې برخه کې نور ګامونه هم واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button