کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت هېواد کې وروستۍ خونړۍ پېښې د افغانانو د دښمنانو له خوا دسيسه بولي او وايي: اسلامي امارت د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه لري.
بهرنيو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: اسلامي امارت ځان د ټولو افغانانو د ژوند ساتنې مسئول ګڼي.
خبرپاڼه کاږي: علماء او ولس د فرقه يي بېلتون اچوونکو کړيو د ناکامو هڅو په اړه وېښ دي او هېڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي، چې ترمنځ يې مذهبي، قومي، ژبني او سمتي تفرقې او تعصبونه ايجاد کړي.
د ویلو ده چې وړمه ورځ د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د “کاج” په نامه پر یو ښوونيز مرکز ځانمرګی بريد وشو ،چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
















