کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په اندونیزیا کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د شخړې او ټېل ماټیل او شخړې د رامنځته کېدو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه د ختیځې جاوا ملنګ فوټبال سټډيوم کې هغه مهال رامنځته شوه چې د څلوېښت زره نندارچيانو له ډلې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یو دم د لوبې ډګر ته داخل شول. او دغه راز سلګونه کسان وروسته له هغه تر پښو لاندې شول چې د لوبې میدان ته داخلو شویو ننداره چیانو غوښتل له یوې وړې دروازې بهر ووځي
پولیسو ویلي، چې بېګانۍ لوبه کې کوربه ارېما ټيم لوبه دوه پر درې وبایلله او قهرجنو مینه والو یې خپله غوسه قابو نه کړای شوه.
پوليسو په دې پېښه کې د ۱۷۴ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.
پولیسو له میدانه د خلکو د شړلو لپاره اوښکی بهوونکی ګاز کاراوه او قهرجن ننداره چیان یې په ډنډو وهل.
















