کابل ټکی کام (شنبه، ۹ تله، ۱۴۰۱ل)
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پلازمینې اسلام اباد یوې ځایي محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر “عمران خان” د نیولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان یوه لوړپوړي قاضي پرون د عمرانخان د نیولو حکم لاسلیک کړی او نن شنبه دغه حکم رسنیز شو.
د راپورونو له مخې، د پاکستان یوې محکمې د پولیسو یوه افسر او یوې ښځینه قاضي ته د سپکاوي په تور د هغه د نیولو حکم کړی دی.
عمران خان تېره اګست میاشت د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و چې د اسلام اباد د پولیسو رییس او یوې ښځینه قاضي زېبا چودري پر وړاندې به قانوني اقدام وکړي.
باید وویل شي چې عمران خان تر اوسه نه دی نیول شوی؛ خو زرګونه پلویان یې کور ته ورټول شوي ترڅو د پولیسو لخوا د نوموړي د نیولو مخه ونیسي.
















